ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبه ورځ، د ۳۰/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۳/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته نهه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۳۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۴ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډالو ته ۹۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، څلور تنه دیني عالمان، ۳۵ تنه غریبکار او ۵۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۹۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډالوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډالوالۍ ۲۷ فورمې پر کډالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۶۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۹۵ تنه راستانه شوي کډال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۳۰ تنه کډالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډالو ته ۸۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کمېټه

نن د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسولینو په همکاۍ ۱۹ تنه زده کوونکي د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړي څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

یاده کمېټه، هغه کډال، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه معرفي کوي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن حافظ، یو تن دیني عالم، ۴۴ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۵۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

همدارنګه یادې کمېټې درې تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنیو سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه یوه کورنۍ خپلې سیمې او کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په آنګور اډه کې ۲۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې راستنېدونکو کډالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

روغتیا: په آنګور اډه او ښرنه کې ۲۰ تنه راستانه شوي کډال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډالوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۰۹۹مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز د ورېښمو په لار کې ۵۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري شپږ عدده سیم کارتونه کډالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۲۴ تنو کډالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډالوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۳۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډال:              ۷۴ کورنۍ ۲۸۹ وګړي

لېږدول شوي کډال:          ۲۴ کورنۍ ۱۲۰ وګړي

مرسته شوي کډال:           ۶۵ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډال:      ۱۴۴کورنۍ

تداوي شوي کډال:            ۲۱۵ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:           ۱۸۶ عدده

د کډالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا