افغانستان کې د ځمکو غصب د تېرو حکومتونو یوه لویه ستونزه ګڼل کیږي.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د دې ستونزې د هواري په موخه د عدلیې د سرپرست وزیر په مشري یو ځانګړی کمیسیون جوړ شو.
یاد کمیسیون وايي، چې د خپلو فعالیتونو له پیل راهیسې یې هېواد کې دوه میلیونه جریبه ځمکه چې د زورواکو او غاصبینو له خوا غصب شوې وه پېژندلې او تصفیه کړې او یو نیم میلیون یې بېرته را ګرځول شوې ده.
د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون زیاتوي، چې په ټول هېواد کې د ځمکو غصب مخنيوي په موخه د دې کمیسيون د تخنيکي ټيمونو فعاليت دوام لري.
د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان د دې کمیسیون د کاري بهیر هرکلی کوي او د یوه قانوني چوکاټ له مخې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول اغیزمن ګڼي.
په ټولنه کې د فساد او زورواکو وده په هېواد کې د ځمکو د غصب یو له اصلي لاملونو څخه شمیرل کیږي، چې د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنۍ سره د زورواکو او غاصبینو لمن ټوله شوې ده.