ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عراق او سوریه کې د سپاه پاسداران له لوري د ایران ضد ډلې په نښه شوې

ایراني رسنیو ویلي، چې تېره شپه د دې هېواد سپاه پاسداران ځواکونو د عراق په اربیل او د سوریې په ادلب ښار کې یو شمېر سیمې د راکټي بریدونو هدف ګرځولې.

سپاه پاسداران اعلان کړی، چې دې بریدونو کې یې د ایران ضد ډلې، د عراق په کردستان کې د اسرییلو د جاسوسۍ مرکز (موساد) او په سوریه کې د داعش ډلې په نښه کړې دي.

ورته مهال د یمن حوثیانو راپور ورکړی، چې د عدن په خلیج کې یې د امریکا یوه بېړۍ په لیرې واټن ویشتونکو راکټونو ویشتلې.

دوی وايي، چې پر یمن د یرغل له امله به د امریکا او برېتانیا پر بېړیو خپل بریدونه جاري وساتي.

منځني ختیځ کې د امریکا پوځي قومندانۍ (سنټکام) تایید کړې، چې یوه بېړۍ یې نږدې ۱۷۶ کیلو متره لیرې په توغندیو ویشتل شوې ده.

یوه اونۍ وړاندې امریکايي او برېتانیوي ځواکونو په سره سمندر کې پر خپلو بېړیو د حوثیانو د برید په غبرګون پر یمن هوايي بریدونه وکړل.