ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حج او اوقافو سرپرست وزیر د اریانا افغان هوايي شرکت له مسولینو سره لیدلي

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب د اریانا افغان هوايي شرکت له رییس مولوي رحمت الله اغا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په دې غونډه کې د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې د افغان حاجیانو د لېږد رالېږد د قراردادونو په تړاو او همدارنګه په ځینو نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې اریانا افغان هوایي شرکت یو ملي او دولتي شرکت دی، چې تل له دې وزارت سره همکار پاتې شوی دی.

ښاغلي ثاقب دغه راز د ياد شرکت د خدمتونو وړاندې کولو او دې دولتي شرکت ته په لا ډيرې پاملرنې ټينګار کړی دی.

د اریانا افغان هوایي شرکت رییس په راتلونکي حج کې د حاجیانو د لېږد د پلان په برخه کې د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې خپل ديني او ملي مکلفيت ګڼو او ژمنه يې وکړه چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې هر راز همکاریو ته چمتو يو.