د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه ۱۲ میلیونه او څهباندې ۲۸۸ زرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې، چې اووه میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او پینځه میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینه دي.
یاده اداره زیاتوي؛ د ټولو وېشل شویو الکترونیکي تذکرو له ډلې یوازې د اسلامي امارت له حاکمیت تر اوسه په ټول هېواد کې شپږ میلیونه او نږدې ۲۰۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې، په کابل کې پینځه میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴، په هرات کې څهباندې ۷۹۶ زره، ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، بلخ کې څهباندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۵ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم فعال دي چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي، ترڅو په هېواد کې د ولسوالیو په کچه د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې او هېوادوالو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.