د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر پر مهال د ګربز ولسوالۍ په مرکزي مدرسه کې يو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.
یادو قومي مشرانو اسلامي امارت ته د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ ویلي، د ګربز قوم ځوانان هر ډول خدمت ته تیار دي.
هغوی د روغتيا، پوهنې او بيارغونې په برخو کې خپلې ستونزې شريکې کړې او د مرکزي مدرسې کيفيت لوړولو ته يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه کړې.
دغو قومي مشرانو او علماوو همداراز ویلي، په خوست ولايت او ځانګړي ډول ګربز ولسوالۍ کې ټول قومي تړونونه د اسلامي امارت اصولو سره سم ترسره کېږي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، د ګربز ولسوالۍ اوسېدونکو د اشغال پر وړاندې د جهاد په ملاتړ کې مهم رول درلود او تل يې د مجاهدينو خدمت کړی دی.
د رياست الوزرا مرستيال دغو قومي مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې د امکاناتو په چوکاټ کې به يې ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.