ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې شتون نه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پکتیا ته د سفر پرمهال یوې ولسي غونډې ته په وینا کې د امنیت شورا وروستی راپور رد کړی او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت په ټوله خاوره بشپړ واک لري او په هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې او پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړیوالو بېځایه تبلیغات دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت ټولې نړۍ او هېوادونو سره احسنه ډیپلوماتیکي، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اوسنی نظام ټول شموله دی او ټول قومونه پکې برخه لري د اسلامي امارت نظام په اړه د نړیوالو نیوکې بېځایه تبلیغات دي، په اسلامي نظام کې پردیو غلامانو او جاسوسانو ته ځای نشته دی او یوازې رښتیني افغانان پکې ځای لري.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره کرنې، اقتصاد، بیارغونې او آبادۍ په برخو کې ډېر کارونه شوي او په یادو برخو کې پلانونه شتون لري، چې لویې پروژې عملي کړي.
د دغې ولسي غونډې پرمهال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي له خلکو او د اسلامي امارت غړو او مجاهدینو غوښتنه کړې، چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.

په دغه غونډه کې ولسي خلکو د ریاست الوزرا دې پلاوي څخه په پکتیا ولایت کې د سړکونو، بندونو، کرنې، روغتیا، اقتصاد، بیارغونې او پوهنې په برخو کې د پروژو غوښتنه کړې.

د مچلغو بند، د ګردېز پټان لویې لارې جوړېدل، ګردېز حلقوي سړک، پټان کې د سوداګریزو توکو لپاره لابراتوار او ګدامونو جوړېدل، ګردېز هوايي میدان بیارغونه او دې ولایت ته د زون په کچه امکانات ورکول د ځايي خلکو اساسي غوښتنې دي.