ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفارت لپاره د نوي شارژدافیر او ډيپلوماتانو د ټاکلو خبر ورکړی

بهرنيو چارو وزارت ایران کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکړی، چې په تهران کې به د افغان سفارت فعاليتونه د نوي شارژدافير او دیپلوماتانو له ګومارنې سره سم په ښه روحيه او تعهد، د دواړو هېوادونو درنو وګړو ته د خدمت‌رسونې چارې په عادي توګه دوام پېدا کړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د ديپلوماتيکو کادرونو بدلون يو معمول چاره او د هر هېواد مشروع حق دی، باوري يو چې په نويو ګومارنو سره به د سفارت په چارو کې د شفافيت او همدارنګه د دواړو مسلمانو، دوستو او وروڼو هېوادونو د مناسباتو په ټولو برخو کې د پراختيا شاهدان واوسو.