د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي پراختیا شرکت له بېلا بېلو برخو لیدنه کړې او د هېواد د بیارغونې په برخه کې یې د دې شرکت کړنې ستایلي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ ملي پراختیا شرکت په کم وخت کې سترې لاسته راوړنې لري او نړۍ ته یې د اسلامي نظام او افغانانو وړتیاوې په ښه ډول ښکاره کړي دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي پراختیا شرکت د هڅو د ستاینې تر څنګ له خپل اړخه د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ویلي؛ ملي پراختیا شرکت د هېواد د آبادۍ او په ځان بسیا کېدلو لپاره ستر پلانونه لري او په ځینو یې عملاً کار روان دی.