ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت په عمومي بښنې سره د اشغالګرو پلانونه له خاورو سره خاورې کړل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي زابل ولایت کې له دیني علماوو سره په مشورتي غونډه کې ویلي، چې علما د اسلامي نظام په پایښت کې لوی مسولیت لري او باید نړۍ ته وښيو، چې موږ تر هر چا ښه حکومتولي کولای شو.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ اشغالګرو هڅې وکړې، چې د افغانانو تر منځ نفاق خپور کړي او تر منځ یې دښمنۍ جوړې کړي، خو اسلامي امارت په عمومي بښنې سره د دوی پلان له خاورو سره خاورې کړ.
د نوموړي په وینا؛ الله ج موږ ته دا توان راکړ چې په لکونو د تېرې کارکوونکو او د اسلامي امارت سرتېرو ته معاشونه ورکړو او د هېواد په کچه لویې پروژې پلې کړو.
د دې ټولو تر څنګ د اسلامي امارت په راتګ سره عواید او صادرات د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي.
دغه راز ښاغلي متقي له یادو علماوو غوښتي، چې د هېواد پر ځان بسیاینې او له نورو سره د سیالي لپاره راتلونکي نسل او ځوانانو ته د دیني او عصري زده‌کړو په برخه کې روزنه ورکړي او ټولنې ته د خدمت لپاره ژمن کسان وړاندې کړي.
د زابل والي مولوي قدرت الله ابو حمزه دې غونډه ته په خبرو کې ویلي، چې علما زموږ مشران دي او د دوی نیکې مشورې موږ ته ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د زرګونو مجاهدین په قربانیو حاکم شوی، علماو ته پکار ده، چې د نظام د پایښت لپاره نېکې مشورې راکړي.