د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي؛ د یکشنبې په ماښام د کابل ښار اوولسمې حوزې اړوند خيرخانې سيمې ذاکرين ښارګوټي کې د داعشي خوارجو په خلاف په ترسره شويو عملياتو کې چې کوم دوه داعشیان وژل شوي، یو یې د داعشیانو د خراسان څانګې يو مهم مسول او ستر قاتل قاري فاتح و.
د نوموړي په وینا؛ قاري فاتح د خراسان له پاره د داعشیانو اميرالحرب، بیا د کونړ لپاره مسول، بیا د مشرقي زون لپاره مسول او اوس د داعشیانو د خراسان د څانګې د امنيت د ادارې يا دعملياتي ادارې عمومي مسول و، چې د داعشیانو ټول عمليات د ده په قومانده کې ترسره کېدل.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې کابل ښار کې په خارجي ډيپلوماتيکو نماينده ګيو، جوماتونو او نورو اهدافو وروستي ترسره شوي بريدونه ټول د نوموړي په مستقيمه قومانده ترسره شوي، چې تېره شپه د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري په يو لړ پېچلو عملياتو کې ووژل شو.
د اسلامي امارت ویاند دغه راز ویلي، چې د ۱۴۴۴/۷/۲۲هـ ق نېټه د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري په يو لړ عملياتو کې د هند د نيمې وچې لپاره د داعشیانو مسول يا والي اعجاز امين اهنګر سره له دوو ملګرو هم وژل شوی وو او په دې ورستيو ورځو کې ګڼ شمېر داعشیان چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي او د تخریبي کړنو پلانونه یې درلودل نیول شوي دي.
کابل کې د داعشي خوارجو عمومي نظامي او عملياتي مشر ووژل شو

