ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اقتصادي کمېسیون د هېواد په ‍۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنايي سکنرونو د نصب طرحه منظوره کړې

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي.

غونډه چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هر اړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه منظوره شوه.

د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا اته میلیارده افغانۍ پانګونه کوي.

د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه هم بحث شوی.

د دې طرحې له هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت پالیسي جوړوونکی دی، د پروژو سروې، ډیزاین او نظارت به دغه وزارت ترسره کوي او پلي کېدل یې بیا د اړوندو وزارتونو او ادارو مسولیت دی.