د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریيس مولوي احمد الله وثيق تاتارستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په جريان کې پرون چهارشنبه د تاتارستان- کازان په کوربتوب د Games of Future (د راتلونکي نسل ورزشونو) سياليو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د يادو مراسمو په څنډو کې يې د روسيې او تاتارستان هېوادونو د سپورټ له وزيرانو سره هم لیدنه کړې.
د یادو سياليو په پرانيسته کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
يادې سيالۍ د فبروري پر ۲۱ پيل او د مارچ تر درېيمې پورې به دوام وکړي.
په دې سياليو کې د ۱۰۷ هېوادونو نږدې دوه زره ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ۲۱ سبکونو کې به سيالۍ ترسره کړي.
د راتلونکي نسل ورزشونو سيالۍ د ورزشي سياليو یوه نوې لړۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره د کازان په کوربتوب په رسمي بڼه پيليږي، په ترکيب کې الکټرونکي + کلاسيک ورزشونه شامل دي.
پوتين د يادو سياليو نوښتګر او بنسټ اېښودونکی کازان ياد کړ او هم يې ویلي؛ ورزش د دې لپاره دی، چې د هېوادونو او ملتونو تر منځ يووالی رامنځته کړي او بايد سياسي نه شي.
مولوي احمد الله وثيق د روسيې د ورزش له وزير اولګ ماتيسين او د تاتارستان هېواد د ورزش له وزير ولاديمير ليونوف سره لیدنه کړې، په دې ليدنه کې په ورزشي همکاريو او پرمختګونو خبرې شوي.