د وینزویلا بولیوار ایالت د سروزو په یوه کان کې د ځمکې ښویېدو له امله ۲۳ کسانو ژوند بایللی.
یورګي ارسیناګا په نوم یو سیمهییز چارواکي رسنیو ته ویلي، چې د بولیوار ایالت ځنګلونو کې له یاد کان څخه تر ۲۳ پورې جسدونه را ایستل شوي دي.
د راپورونو پر اساس نږدې تر سلو زیات کسان لا تر خاورو لاندې او بې درکه دي.
ویل کېږي چې دا پېښه د سرو زرو په یوه ناقانونه کان کې رامنځته شوې ده.
سیمهييزو مسولینو ویلي، چې د پېښې د څېړلو په موخه یو خپلواک کمیسیون سیمې ته استول شوی او په اړه یې هر اړخیزې څېړنې پیل شوې دي.
بولیوار ایالت له برازیل سره په پوله کې د سرو زرو، الماسونو، اوسپنې، بوکسایټ او کولتان بډایه زیرمو په درلودلو سره پیژندل کیږي.