د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوناما له مشرې روزوا اتنبایوا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوحې پر وروستۍ ناسته، د همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ په راتلونکي تعامل خبرې اترې شوې دي.
په پيل کې مېرمن اتنبایوا د دوحې د ناستې په باب معلومات وړاندې کړي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له اړخه یې ویلي، چې له افغان حکومت سره باید سلا مشوري وشي.
اغلې اتنبایوا زیاته کړې؛ د سرمنشي له نظره باید د استازی په ټاکلو کي داسي اقدام ونه شي چې د افغان حکومت سره کار پیچلی کړي.
د یوناما مشرې ویلي؛ که ګډونوال هېوادونه سلا شي دوحه کې به لا زیاتې ناستې ترسره شي، ترڅو زموږ او تاسې ترمنځ ښه تفاهم رامنځ ته کړي او د راتلونکو ناستو په تړاو به تاسې سره پراخې سلا مشورې کېږي.
د نوموړې په وینا؛ د دوحې ناستې ګډونوالو د افغان حکومت سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناسته له نږدې څارله او ولیدل شول، چې کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ موږ هیله مند یو چي له افغانستان سره د تعامل په اړه ناستي ښې پایلي ولري.
د بهرنیو چارو وزیر د ناستو د مؤثریت لپاره دا مهمه بللې، چې کابل سره پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هر اړخیزې سلا مشورې ترسره شي.