د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ له یو شمیر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.
یادو مشرانو او علمای کرامو د درزاب ولسوالۍ د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی زیاته کړې، په یاده ولسوالۍ کې امنیت په پشپړه توګه تامین دی.
مشرانو په ټولو برخو کې د اسلامي امارت پاملرنې ته په پام د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د دې ولسوالۍ په لېرې پرتو سیمو کې دې د دیني مدرسو او ښوونیځو د رامنځته کولو او پراختیايي پروژو د پلي کېدو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د سرتاسري امنیت ټینګښت او ټولو ولسونو ته د لازمو خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي، چې مسولین یې په دې برخه کې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دوی وړاندیزونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره دې برخې ته لازمه رسېدنه وکړي.