داسې حال کې چې پرون شنبې د فبرورۍ ۲۴ مه پر اوکراین د روسیې د برید دوه کاله پوره شول، د کاناډا، ایټالیا او بلجیم لومړي وزیرانو او د اروپایي کمیسیون مشرې پر همدې ورځ (پرون) د اوکراین پلازمینې کیف ته سفر کړی و.
د راپورونو له مخې دوی له پولنډ څخه د ریل ګاډي په وسیله کیف ته ورغلي وو او هلته یې له زیلنسکي سره د کتنې پر مهال کیف سره د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.
د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړه کې تر دا مهاله زرګونه کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو شمېرې ښيي، چې دغې جګړه کې ۷۰ زره اوکراینیان وژل شوي، خو ځینې رسنۍ بیا دغه شمېر ۱۱۰ زره یادوي.
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایي، د اوکراین په روانې دوه کلنې جګړه کې تر اوسه ۱۰ زره ۶ سوه ملکي وګړي وژل شوي او کابو ۲۰ زره کسان ټپیان شوي دي.