د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳زره او ۳۴۴ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان کال په سلواغه میاشت کې د ۳۳ ښځینهوو په ګډون، یو زر او ۸۳۵ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او یو زر او ۵۰۹ نور، چې له دې ډلې یې ۱۵ښځې دي، له هېواده وتلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ او راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو او د تورخم او حیرتانو بندرونو له لارې ثبت شوی دی.