ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د شهید نجیب الله تره‌کي په نوم د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ د کرېکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ پیلېږي.

دا په ټوله کې د یادو سیالیو ۱۲م پړاو دی، چې د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې به د کندهار ولایت په کرېکټ لوبغالي کې د پینځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغه سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري، چې هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې څلور لوبې ترسره کړي او له منځه به یې څلور مخکښې لوبډلې د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره ومومي، چې د نیمه پایلوبو ګټونکې دوه لوبډلې به د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي.

دغه سیالۍ به ټولې ۸ ورځې وخت ونیسي، د پایلوبې په شمول به په یاده موده کې ټولې ۱۳ سیالۍ وشي، چې وروستۍ پایلوبه به یې د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه په یاد ولایت کې ترسره شي.

د سپین غر زون لوبډلې د یادو سیالیو د تېر پړاو اتلولي ګټلې وه، چې د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د یادونې وړ ده، چې دا به د روان کال په ترڅ کې د کورني کرېکټ دریم ټورنمنټ وي چې د مهالوېش له مخې به ترسره شي.

له دې وروسته به د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ او ګڼ شمېر نورې سترې کورنۍ سیالۍ ترسره شي.