ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مولوي عتیق الله عزیزي سره د جاپان سفير لیدنه؛ د ملي موزیم د نوې ودانۍ په جوړښت او غني کېدو خبرې شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له سفیر تکه يوشي کيورومي سره په ملي موزیم کې د ياد موزيم د نوې ودانۍ د جوړښت او غني کولو په اړه لیدنه کړې.

مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له همکاریو مننه کړې او ویلي يي دي، جاپان تل د افغانستان د کلتوري بنسټونو د غښتلتیا لپاره کار کړی.

 نوموړي زیاته کړې؛ د کابل په ملي موزیم کې د مختلفو مذهبونو او مختلفو دورو آثار خوندي دي، خو شته امکانات د اثارو د خوندیتوپ لپاره بسنه نه کوي، نوموړي د جاپان هېواد له سفیر څخه د ملي موزیم لپاره د نوی ودانی، د مجهز لابراتوار، د اثارو لپاره ډیپوګان او د نندارې لپاره د سالونونو جوړولو غوښتنه کړې.

 د ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد ټینګار کړی، چې ملي موزیم د جاپان دوستانه مرستو ته اړتیا لري، تر څو دغه تاریخي بنسټ له هره اړخه مجهز شي.

 د جاپان سفیر ویلي؛ د افغانستان کلتوري ارزښتونه نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم دي او ملي موزیم ته د راتګ هدف هم د ملي موزیم ارزونه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره عملاً کار شروع کړی او ډير ژر به جاپاني لرغون پوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.

 د جاپان سفیر د هنر او کلتور له مرستیال او د موزيم له ریيس سره تر ليدنې وروسته د ملي موزیم له بیلابیلو برخو او آثارو څخه لیدنه کړې او خوښي یې ښودلې، چې ملي موزیم کې د ټولو کلتورونو او ادیانو اثار خوندي او شتون لري.