ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا هوایي ځواک یوه سرتیري واشنګټن کې د اسرائیلو سفارت مخکې ځان ته اور اچولی

د راپورونو پر اساس د امریکا د هوایي ځواک غړي ارون بوشنیل غزه کې د اسرائیلو له لوري د پیل شوې جګړې په غبرګون کې ځان ته اور اچولی.
یاد شخص داسې مهال ځان ته اور اچولی، چې ویډیو یې په خپل اکس پاڼه په ژوندۍ بڼه نشرېده، خو څو شېبې وروسته بېرته لرې شوې ده.
نومړي ویلي، چې نور نه غواړي چې د امریکا پوځ کې دنده ترسره او د اسرائیلو په جرمونو کې ځان شریک کړي.
دغه راز امریکايي پولیسو ویلي، چې یاد شخص یې روغتون ته لېږدولی او پیښه تر څېړنې لاندې ده.