د نایجریا نوي حکومت له امریکا سره پوځي تړون، چې په دې هېواد کې یې د امریکا پوځي حضور ته اجازه ورکوله، لغوه اعلان کړ.
د نایجریا پوځي شورا اعلان کړی، چې په هېواد کې یې د امریکا د پوځي حضور تړون یو طرفه لغوه کړی دی.
د یادې شورا ویاند په رسمي ډول ویلي، چې له دې وروسته نایجریا کې د امریکا پوځي حضور ناقانونه او د دې هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې دی.
د نایجریا پوځ شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې د وخت ولسمشر محمد بازوم له واک څخه لیرې او پر خپله خاوره یې د فرانسې پوځي حضور پای ته ورساوه.