ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او د چین سفیر لیدنه؛ په دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي پراختیا خبرې شوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د چین له سفیر ژاو شینگ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چین سفیر د افغانستان او چین د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي يي دي، هېواد یې د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، په خپل شپږمیاشتیني ماموریت کې یې هڅه کړې چې د افغانستان او چین اړیکي پیاوړې شي.

د چین سفیر په وینا؛ چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، مګر په نړیوالو ناستو کې یې ټینګار کړی چې باید د افغانستان له اوسني دولت سره تعامل وشي.

ژاو شینگ په افغانستان کې شته پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چین غواړي افغان ځوانانو ته د روغتیا په شمول په ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابر کړي .

نوموړي ویلي، د جلغوزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د چینایی پانګوالو پانګونې ښه پایله ورکړې او په ګڼو نورو برخو کې  هم د خپلې پانګونې له پایلو خوښ دي .

په کابل کې د چین سفیر زیاته کړې، چې د مس عینک کان په برخه کې ښه پرمختګ شوی او ډاډ یې ورکړی، چې چینايي پانګوال په افغانستان کې په ګڼو نورو پروژو کې پانګونې ته لېواله دي.

مولوي عبدالکبیر د دوحې او په نورو ناستو کې د افغانستان په اړه د چین له دریځ څخه مننه کړې او ویلي يي دي، چې اسلامي امارت له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

نوموړي د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړ، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز د افغانستان د بنسټونو، لویو لارو، ریل پټلۍ او نورو مهمو او سترو پروژو کې د پانګونې غوښتنه کړي.

سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي چې په سیمه ییزه کچه مثبت سیاسي او اقتصادي تعاملات او اړیکي له ټولو هېواودنو سره پراخې کړي، څو د افغانستان او سیمې د اقتصادي پياوړتیا، ثبات او پراختیا لامل شي.

مولوي عبدالکبیر چین د افغانستان ګاونډی او دوست هېواد دی یاد کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت له چین سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د چین د ولسمشر له ابتکار یوه لاره یو کمربند څخه ملاتړ کوي.

هغه په بیجنګ کې د اسلامي امارت د سفیر منلو ته په  اشارې ویلي، چې نور هېوادونه دې هم دغه لاره تعقیب کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي چې له سیمه ییزو هېوادونو سره پراخ سیاسي تفاهم او د همکاریو پراختیا ولري او غواړي چې د سترو پروژو په پلي کولو کې رول ولوبوي څو د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا برخه وګرځي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ چې د افغانستان ګاونډيان باید ډاډ ولري چې اسلامي امارت به هیچا ته هم اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه چاته ګواښ پېښ شي.

مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړې، چې د شانګهای په راتلونکیو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او په دې کنفرانس کې د ناظر غړي په توګه خپل حضور ولري.

هغه له چین څخه د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي يي دي، چې چین دې د اقتصادي ځواک په توګه خپل تجارب د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره شریک کړي.