ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر او د اوزبیکستان ستر مفتي لیدنه؛ د دیني زده کړو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې شوي

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان هېواد له ستر مفتي سره لیدنه کړې.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوی اوزبیکستان ته له رسېدو سره سم د دې هېواد د حکومتي مسولینو، د مسلمانانو د ادارې د مشر او په تاشکند کې د افغانستان سفارت د مسولینو له لوري تود هرکلی شوی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر پر مشرۍ تللي هئیت د اوزبیکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د نږدې همکارۍ سر بیره د دواړو هېوادونو (افغانستان او اوزبیکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو پر همغږۍ، د جوماتونو او مدرسو او د دیني زده کړو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې کړي دي.

یاد هیئت به د خپل سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان هېواد د مسولینو سره د لیدنو سربیره د سمرقند او بخارا له اسلامي مرکزونو څخه هم ليدنه وکړي.