ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان لوبډلې ایرلینډ ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شارجه کرېکټ لوبغالي کې د محمد نبي او راشد خان د غوره او هر اړخیزې لوبې پر مټ په دویمه لوبه کې سیالې ایرلینډ لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه غوره کړه.
افغان پیلیز توپ وهونکو ښه پیل ونه‌کړ خو په مډل ارډر کې محمد نبي او ځوان صدیق اتل د افغانستان په ګټه غوره ملګرتیا وکړه او په ترتیب سره یې ۵۹ او ۳۵ منډې جوړې کړې.
دغه راز په وروستیو کې لوبډلمشر راشد خان هم ۲۵ چټکې منډې و کړې، چې په پایله کې یې ایرلینډ ته د ۹ وېکټو په زیان ۱۵۳ منډې هدف وټاکه.
د ایرلینډ له لورې په توپ وهنه کې مارک اډاېر ۳، جوش‌ليټل او بیري‌مکارتي ۲،۲ او بنجامین وایټ یو افغان توپ وهونکی له ډګره بهر کړ.
پر وړاندې یې ایرلینډ ښه پیل واخیست، خو په مډل ارډر کې یې توپ‌وهونکي د افغان توپ‌اچوونکو له لوري په پرلپسې ډول ښکار شول او ویې نه شو کولای چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي او دې سره یې افغان لوبډلې ته سیالۍ د ۱۰ منډو په توپیر وبایلله.
د ایرلیڼد له خوا په توپ‌وهنه کې انډریو بلبرني ۴۵، پول‌سټرلېنګ ۲۴ او ګیرت ډیلني ۳۹ منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په ګټه تر نورو توپ‌وهونکو ښه وځلېدل.
د افغان توپ اچوونکو له لوري ورو توپ اچوونکو بیا غوره کارکردګي وښودله، چې په لړ کې یې راشد خان ۴، ننګیال خروټي ۲، محمد نبي یو او چټک توپ‌اچوونکي فضل حق فاروقي هم د سیالې لوبډلې یوه وېکټ ترلاسه کړه.
راشد خان د خپلې غوره توپ وهنې او توپ اچونې پر مټ د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ۳ سیالیو دغه لړۍ لومړۍ لوبه ایرلینډ ګټلې وه او د افغان لوبډلې نننۍ بریا سره لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. دریمه او وروستۍ لوبه به نن دوشنبه دشپې مهال ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن شپه ۰۸:۰۰ بجې له ملي‌‌سپورټ او د ملي راډیو ټلویزیون ویب پاڼې څخه په ژوندۍ او قانوني بڼه نشریږي.