ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: نړۍ ته روښانه شوې چې ولسونه له اسلامي امارت څخه ملاتړي دي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د شینوارو شپږو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخوروسره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې قومي مشرانو ویلي، له اسلامي نظام څخه ملاتړ او ساتنه د ټولو افغانانو مسولیت دی او د خپلې هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

دوی له اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې تل یې قومي جوړښتونو ته پام کړی او له توپیر پرته یې د ولسونو غږ اورېدلی دی.

یادو قومي مشرانو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره د شینوارو له قربانیو څخه یادونه کړې او ویلي يي دي، چې اوس به هم هیچاته د اسلامې نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه ورنکړي.

یادو مشرانو همدا راز له اسلامي امارت غوښتي، چې په شینوارو ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې، کارموندنې او بنسټونو په رغولو کې پراختیايي پروژې عملي کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې نن د اسلامي امارت په استازولۍ له ولسونو سره یو ځای د ولسونو او هېواد په ثبات او جوړښت بحثونه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اشغال د خاتمې لپاره د افغانستان ټولو اقوامو په ځانګړي دول د شینوارو محترمو ولسونو سخته مبارزه کړې، قربانۍ یې ورکړي او زحمتونه یې ګاللي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په وینا، د دغو مبارزو او قربانیو په پایله کې افغانستان د اسلامي نظام څښتن شو او دا د اسلامي امارت دنده چې له هر ډول توپیر پرته د ولسونو ستونزې حل او پراختیايي چارې ترسره کړي.

نوموړي ویلي، افغانستان ورځ په ورځ د پرمختګ په حال کې دی او په سیاسي او اقتصادي برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، نړۍ د اسلامي امارت په حقانیت پوه شوې او دا ټولو ته روښانه ده، چې ولسونه د اسلامي نظام ملاتړ کوي له همدې امله غواړي چې له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکي ولري.

هغه ډاډ ورکړی، چې د شینوارو ولسونو ستونزې به اړونده ادارو ته د حل په موخه ولېږي.