د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د ملي پراختیا شرکت له رییس انجنیر عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د قوش تېپې کانال د پرمختګ، د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو او د کانال په شاوخوا کې د ځمکو د خړوبولو په اړه خبرې شوي دي.
د کرنې سرپرست وزیر ویلي؛ د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې حاصلخیزې دي او دغو ځمکو ته د اوبو رسولو او د فرعي کانالونو د جوړولو په برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.
مولوي عطاء الله عمري د کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو د طرحې د چمتووالي په اړه ویلي، چې له مخې به يې د قوش تېپې کانال شوخوا څخه ګټه پورته شي او د کرنې او مالدارۍ فارمونه به په کې جوړ شي.
د ملي پراختیا شرکت رییس د کار د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د کانال چارې ۲۰۸ کیلومترو ته رسېدلي دي، چې د یوه کال په موده کې به د فاریاب اندخوی ولسوالیو ته ورسېږي او د کرنې وزیر وړاندیزونه به عملي کړي.