ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته د اسلامي امارت غبرګون؛ اسلامي امارت هیچاته په خپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان باندې د پاکستاني الوتکو د تجاوز په اړه څرګنده کړې؛ چې تیره شپه شاوخوا درې بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې شپږ تنه درې ښځینه او درې ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی دوه تنه ښځینه شهیدانې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پيښه کې د په نښه کېدو ادعا کوي هغه په پاکستان کې دی، بله دا چې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.

مولوي ذبیح الله مجاهد ويلي، د اسلامي امارت یاد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری بولي.

د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي.

پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدې، چې د پوځ څو تنه جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره د تېرو ۲۰ کلونو په څیر د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپلو غلطو سیاستونو ته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

پاکستان باید پخپله خاوره کې د پيښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي، ځکه داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

همداراز نوموړي ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه په استفاده د چا امنیت خراب کړي.