د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې سیالې ایرلنډۍ لوبډلې ته په درېیمهمه شل اوریزه لوبه کې د ۵۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپله بریا پای ته ورسوله.
افغان اتلانو لومړی توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د خپلو اووه لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۱۵۶ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۹۸ منډو له ډګره بهر کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۴، نوین الحق ۳، راشد خان، فضل الحق فاروقي او ننګیال خروټي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
عظمت الله عمرزی د خپلې غوره توپ اچونې له امله د سیالۍ سټایلش لوبغاړی وټاکل شو.
دغه راز ابراهیم ځدراڼ چې د افغان لوبډلې په ګټه یې ۷۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
سربېره پر دې راشد خان چې په یاده لوبلړۍ کې یې د ۴۵ منډو په بدل کې ۸ ویکټې ترلاسه کولو سره د لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې بریا سره د افغانستان په کوربتوب د ایرلنډ پر وړاندې د درې واړه فارمټونو لوبلړۍ پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یوازېنۍ ټېسټ لوبه سیالې ایرلنډ، د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ افغان لوبډلې په خپله ګټه پای ته ورسولې.
کرېکټ؛ افغانستان ایرلنډ ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکولو سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ په خپل نوم کړه

