د افغانستان اسلامي امارت خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض یې بللي دي.
د اسلامي امارت د مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې پاکستاني ځواکونو د دوشنبې سهار درې بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمن سیمه او د خوست سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبی سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو هوایی بریدونه کړي، چې په پایله کې یې پینځه ښځې او درې ماشومان شهیدان شوي او یو کور ویجاړ شوی دی.
د پاکستان دغه هوایی بریدونه د اسلامي امارت له لوري د افغانستان په حریم یرغل بلل شوی دی.
نوموړی وايي؛ د عبدالله شاه په نوم تن چې پاکستاني لوری ادعا کوي، په دغه برید کې تر موخې لاندې راغلی په پاکستان کې دی.
له بل لوري عبدالله شاه هم رسنیو ته د یوه انځوریز پیغام په استولو سره ویلي، چې نوموړی په جنوبي وزیرستان کې ژوند کوي او هېڅ ډول برید نه دی پرې شوی.
د پاکستان یاد هوایی برید د افغانستان د دفاعي بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی.
ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پوله ساتو ځواکونو د پاکستان د دغه یرغل په غبرګون د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو مرکزونه په درنو وسلو سره ویشتلي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند دغهراز ټینګار کوي، چې پاکستان باید پخپله خاوره کې د نه کنټرول، بېکفایتي او ستونزو لپاره افغانستان ګرم ونه بولي، ځکه چې دا ډول اقدامات ډیرې ناوړه پایلې درلودلای شي، چې مهار کول به یې د پاکستان په وس کې نه وي.