ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک: په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه لوړ شوی

۱۴۰۲ لمریز کال د اسلامي امارت لپاره د بانکداري په برخه کې له لویو لاسته راوړنو ډک و.

د افغانستان بانک وايي، چې د بانکي محدودیتونو او امریکا له لورې د دې بانک د ۷.۹ میلیارده ډالرو کنګل کولو سربېره توانېدلي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه لوړ کړي.

د افغانستان بانک په ۱۴۰۲ کال کې خصوصي بانکونو ته د مکتوبونو په لېږلو ټینګار کړی، تر څو مشتریانو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دغه‌راز د بانکونو له لوري پر مشتریانو وضع شوي محدودیتونه تر ډېره لرې کړل شوي دي.

د تېر کال لیندۍ میاشتې په نهمه نېټه خصوصي بانکونو ته په لېږل شوي مکتوب کې راغلي: “له دې وروسته هغه کسان چې په بانکونو کې ډالري حسابونه لري په اونۍ کې ۱۰۰۰ او په یوه میاشت کې ۳۰۰۰ ډالر له خپلو حسابونو ایستلی شي.

هغه کسان چې په بانکي حسابونو کې افغانۍ لري په یوه اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ او په یوه میاشت کې ۲۵۰ زره افغانۍ له خپلو حسابونو ایستلی شي.”

ورته مهال په بانکونو کې د شرکتي حسابونو لرونکو ته اجازه ورکړل شوې، چې له دې وروسته ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ایستلی شي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي؛ په دې کال کې د افغانستان بانک هڅه کړې، چې په هېواد کې بانکي سیسټم اسلامي شي. همداراز د خصوصي بانکونو د کوچنیو پورونو سیسټمونه هم اسلامي شوي دي.

نوموړی زیاتوي؛ ۵.۲ میلیارده زړې افغانۍ سوځول شوې او نوې پیسې بازار کې ویشل شوې، چې د پولي ثبات په ساتنه کې یې مهم رول لوبولی دی.

له بلې خوا اقتصاد وزارت وایي، چې هېواد کې د پروژو عملي کولو په برخه کې د موسساتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کېدل، د بهرنیو پانګوالو جذب، د پراختیایی پروژو عملي کېدل او د ملي عوایدو لوړېدل هغه لاملونه دي، چې له یاد بانک سره یې د افغانۍ په باثباته ساتلو کې همکاري کړې ده.

یو شمیر اقتصادي کارپوهان د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د باثباته ساتلو لامل له هېواده بهر ته د پیسو له قاچاق څخه مخنیوی یادوي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان بانک تېر کال د بانکي محدودیتونو د وضع کیدو طرحې په رامنځته کولو سره د پولي پړسوب د مخنیوی ترڅنګ د بانکي نغدو راکړې ورکړې ثبات رامنځته او هېواد کې یې بانکي ثبات وساته.