ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یو نیم میلیون افغانان له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي

۱۴۰۲ کال د افغان کډوالو لپاره تر ټولو له کړاونو څخه ډک کال وو، چې ډېری افغان کډوال د ژمي په سختو شپو او ورځو کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه په زجبري ډول و ایستل شول.

له تېرو څلورو لسیزو راپدېخوا کله چې شوري اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ سلګونه زره افغانان د خپلو سیمو او کورونو پرېښودو او کډوالۍ ته اړ او ګڼ یې پاکستان او ایران ته کډوال شول.

دغه هېوادونو کې وخت ناوخت پر افغان مهاجرو بدې شپې ورځې راغلې، خو تر ټولو سختې یې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې وې، چې دواړو حکومتونو په ځانګړې توګه د پاکستان حکومت د ټولو نړيوالو اصولو خلاف د تشدد لاره خپله کړه، افغانان یې ونيول، ویې وهل، بندخونو ته یې وغورځل او په جبري ډول یې ایستلو ته اړ کړل.

له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ د درولو په تړاو د ګڼو کورنيو او بهرنیو بنسټونو سربېره اسلامي امارت غبرګون وښود، پاکستان حکومت سره یې له بېلا بېلو لارو خبرې وکړې، چې په ترڅ کې یې له بندخونو يو شمېر افغانان ازاد شول خو په زوره ويستلو لړۍ یې لاهم په شدت روانه پاتې شوه او په دغه هېواد کې افغانان پر توده ځمکه پاتې شول.

که څه هم هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ جوپې جوپې وه، خو اسلامي امارت راستانه شویو افغان کډوالو ته پر وخت او چټکۍ سره بېړنۍ مرستې برابرې کړې او را ستانه شوي کډوال یې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له جوړو شویو پنډغالو تر خپلو کورونو په وړیا توګه ورسول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسولین وايي، چې اسلامي امارت د راستانه شويو افغان کډوالو ترڅنګ ولاړ دی.

اوسمهال اوه میلیونه افغانان بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي، چې له شمېرو یې درې میلیونه ایران، درې میلیونه پاکستان او یو میلیون اروپایي او نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

تېر کال کې راستانه شوي کډوال د اسلامي امارت له تود هرکلي او ښه راغلاست څخه خوښي ښیې.

که څه هم مهاجرت په نړیواله کچه د ملکرو ملتونو سازمان کې ځانګړی ځای لري او دغه سازمان بېلا بېل اصول او قوانين ورته ټاکلي، چې له مخې یې پر وړاندې هر ډول تبعيض منع ښودل شوی، خو ځینې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان او ایران وخت ناوخت د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي، چې د ګڼو نړيوالو بنسټونو له لوري غندل شوی دی.