ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د سپورټ په برخه کې ګڼې لاسته راونې درلودې

د افغانستان اسلامي امارت د نورو ګڼو لاسته راوړنو ترڅنګ په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان ورزش او لوبو برخه کې هم ګڼې لاسته راوړنې لري.

هېوادوالو ته د تفریح برابرولو په موخه په کور دننه او بهر زیات شمېر لیګونه او سیالۍ ترسره شوي دي.

د افغانستان کرېکټ د ۱۴۰۲ کال یو له لاسته راوړنو ډک کال تجربه کړ، افغان کرېکټ ملي لوبډلې دغه کال له پاکستان سره د ۲۰ اوریزو سیالیو په لوبلړۍ پيل کړ، چې دغه لوبلړۍ پاکستان ۲-۱ وګټله خو افغانستان لوبډلې په لومړي ځل پاکستان مات کړ.

ورپسې افغان لوبډلې له سریلانکا د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې ماتې وخوړه خو له بنګله‌دېش یې سریز وګاته.

له یادو سیالیو ورسته افغان لوبډلې پاکستان سره د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیل کړه، چې ۳-۰ پاکستان وګټله.

له یادې لوبلړۍ څو ورځې وروسته افغان لوبډلې په اسیا کپ سیالیو کې برخه واخیسته، چې ددغو سیالیو لومړي پړاو کې یې هیڅ کومه لوبه هم ونه ګټله او له دغو سیالیو بهر شوه.

ددغو سیالیو په لړ کې بیا د افغانستان الف لوبدلې چین آسیایي المپیک یا اسیا ګیمز سیالیو کې د دویم ځای او برنزو مډال تر لاسه کړ.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې لړم میاشت کې نړیوال جام کې ګډون وکړ او په دغه جام کې یې انګلنډ، پاکستان، سریلانکا او نیدرلنډ مات کړل، او دا د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل شو، چې افغان لوبډله په نړیوال جام کې له یوې زیاتې لوبې ګټي.

افغان لوبډلې له هغې وروسته له متحده عربي اماراتو او هندوستان سره د شل آوریزو سیالیو لوبلړۍ وکړۍ، چې له اماراتو سره لوبلړۍ افغانستان او له هند سره کوربه هندوستان دغه لوبلړۍ وګتلې.

سلواغې میاشت کې بیا افغان لوبډله سریلانکا سره د یوې ټیسټ، درې یو ورځنیو او درې شل آوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړې، چې افغان لوبډلې پکې یواځې یوه شل آوریزه سیالۍ وګټله، افغان لوبډلې په خپل کوربه توب ایرلنډ سره یوه ټیسټ درې یو ورځنۍ او درې شل آوریزه سیالۍ وکړې، چې افغان لوبډلې په ټیسټ سیالۍ کې ماتې وخوړه خو د یو ورځنیو او شل آوریزو لوبلړۍ یې وګټله.

په کور دننه هم د زرغون جام، شپږیزې، وزیر محمد اکبر خان، احمد شاه ابدالي، غازي امان الله خان او د زونونو په کچه د نجیب ترکي معلولینو لیګ سیالۍ هم وشوې.

بله خوا د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د آسیا ملتونو جام سیالیو کې له ایران قزاقستان، بنګلادیش او فلپین سره سیالۍ وکړې، چې له ایران یې ۶-۱ ماتې وخوړه خو له قزاقستان او بنګلادیش سره یې سیالۍ لغوه شوې او فلپین ته یې هم ۲-۱ لوبه وبایلله.

بله خوا د نړیوال جام لار موندونکو سیالیو کې یې منګولیا په رفت او برګشت سیالیو کې ماته کړه، خو له قطر او کویټ یې ماته وخوړه.

افغانستان فوتسال ملي لوبدلې یبا په دې کال کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې، افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا ملتونو جام لار موندونکو سیالیو کې خپل سیالان مات کړل او د لومړي ځل لپاره یې دغه جام ته لار ومونده، چې روان زیږدیز کال کې به د آسیا ملتونو جام سیالیو کې له ایران، کویټ او بحرین سره په یو ګروپ کې ولوبېږي.

د چین اسیا ګیمز یا اسیا المپیک سیالیو کې له ۱۰۰ ډېرو لوبغاړو برخه درلوده، چې افغان لوبغاړي یواځې په تکواندو او کرېکټ برخه کې په مډال اخیستلو بریالي شول؛ کرېکټ لوبغاړو د سپینو زرو او تکواندو لوبغاړو د برنزو مډالونه وګتل.

په کور دننه بیا د کرېکټ لیګونو تر څنګ د فوټبال غوره لیګ، د زونونو په کچه د فوتبال لیګونه د افغانستان اتلانو لیګ، د افغانستان فوټسال غوره لیګ ترسره شول.

والیبال لوبغاړو د بهرنیو سفرونو او لوبو تر څنګ د والیبال ملي لیګ کې هم ولوبېدل، د ۱۴۰۲ والیبال لیګ کې د نورو کلونو په پرتله دوه لوبډلې زیاتې شوې وې په دغه لیګ کې سږ کال ۸ لوبډلې ولوبېدې او اتلولي یې ام البلاد لوبډلې وګتله.

د دې تر څنګ سږ کال د اوزلوبې سیالیو لپاره هم غوره کال وو.

سږ کال د اوزلوبې ملي لیګ تر څنګ چې په مرکز کې ترسره شو مزارشریف اوزلوبې لیګ چې د شمال زون ټولو ولایتونو لوبډلو پکې برخه درلوده ترسره شو او د مرکز اوزلوبې لیګ اتلولي سرپل لوبډلې خپله کړه.