ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت ته د خلکو غوښتنې لومړیتوب لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت د عالماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پروان ولایت د بېوزلو د لاسنیوي، د سیمه ییزو مسولینو او ولس ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو او په یاد ولایت کې د یو شمېر پروژو په عملي کېدو خبرې شوي دي.

علماوو او مشرانو ویلي؛ دوی هوډ لري، چې د چارو د لاسمون لپاره د ولس او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په برخه کې کار وکړي.

همدارنګه یې په پروان کې د سیمنټو کارخونې د پرانیستلو، د سالنګ لویې لارې د بیارغولو، له بېوزله کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د پوهنې، روغتیا او پراختیايي چارو په برخو کې د پروژو عملي کېدو وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت ته د ولسونو غوښتنې لومړیتوب لري او ډاډ یې ورکړی، چې د پروان د ولسونو د وړاندېزونو په برخه کې به کوټلي ګامونه واخستل شي.

مولوي عبدالکبیر د سیمه ییزو ادارو او ولسونو همغږي مهمه بللې او په دې برخه کې یې د پروان د علماوو او قومي مخورو د همکارۍ څخه مننه کړې ده.

همداراز سیاسي مرستیال د پروان اوسېدونکو ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.