ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان لوړ رتبه اقتصادي پلاوي د اوزبیکستان له ګډ بازار څخه ليدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ارشد مشاور، د بلخ والي، د امارتي شرکتونو د پلاوي رییس او یو شمېر نورو مسولینو د اوزبیکستان هېواد سرحد باندې د ګډ بازار څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کي د اوزبیکستان هېواد لوړپوړو دولتي مسولینو هم شتون درلود، یاد تجارتي مارکیټ کې د پلاوي مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې په جغرافیوي او سیاسي لحاظ یاد بازار زموږ، خو په اقتصادي لحاظ د ګاونډي هېواد افغانستان مشترک بازار دی.

د اوزبیکستاني مسولینو په وينا؛ دغه بازار چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ یو لوی ازاد تجارتي بازار دي، پکې د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره هر ډول سهولتونه رامنځته شوي.

په یاد بازار کې هېوادوال کولی شي، چې په کال کي څلور ځله خپل صنعتي توکي نندارې ته وړاندي کړي.

یاد بازار د سیمي په کچه صفري نقطه کې غټ ګډ بازار دی، چې لومړي ځل لپاره د افغانستان او اوزبیکستان هېوادونو ترمنځ رامنځته کیږي.

د ګډې ناستې په پایله کې د ازوبیکستاني مسولینو له لوري د یاد بازار بشپړه نقشه چې ډیزاین او جوړه شوې وه لیدلې او د انجنرانو له لوري ورته هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي.

د ګډ بازار څخه تر لیدنې وروسته دواړو لوریو یو بل ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.