که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته غزه کې د اوربند په موخه په سفر دی، خو د حماس غورځنګ یو مشر ویلي، چې اسرائیلي لوري یو ځل بیا د دوی شرطونه رد کړي دي.
اما د بلېنکن بیا له سعودي او منځني ختیځ کې له نورو اړخونو سره تر خبرو وروسته تمه ښودلې، چې ممکن ډېر ژر د اوربند هوکړه لاسلیک شي.
لا هم د ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې په دوحه کې روانې دي.
دغه راز د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له امریکایي سناتورانو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی به د حماس له منځه وړلو ته دوام ورکړي.
بلخوا بیا کاناډا کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې حکومت پرېکړه کړې تر څو اسرائیلو ته د هرډول وسلو د ورکړې پروسه ودروي.
ویل کېږي، د دغې پروسې په جریان کې ځینې وسلې اسرائیلو ته مرسته کېږي او ځینې نورې د پیسو په بدل کې ورکول کېږي.
امریکایي جمهوریت غوښتونکي مشهور سناتور برني سندرز په خپله اېکس پاڼه د کانادا له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.
سندرز له اسرائیلو سره د بایډن د حکومت له لوري د مرستو سخت مخالف دی او څو ځلې یې هڅه کړې، چې کانګریس کې یې د تصویب مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیل دغه مرستې په غزه او د فلسطین په نورو ځایونو کې د ملکي وګړو په وژنه لګوي.