ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نقیب الله احمدي د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون له عمومي رییس سره لیدنه کړې

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس تان سري شمس الدين عثمان سره لیدنه کړې او په ګڼو موضوعاتو یې خبرې کړي.

 نقیب الله احمدي د افغان محصلینو په روزنه کې د یاد پوهنتون ستاینه او مننه کړې او ویلي يي دي، چې د افغانستان د ګڼ شمېر پوهنتونونو استادان او محصلین په یاد پوهنتون کې د ماسټرۍ او دکتورا په کچه په زده کړو بوخت دي.

نوموړي د افغانستان په تحصیلي بهیر، اوسني وضعیت او اړتیا وړ فرصتونو باندې مفصلې خبرې کړي او له مقابل لوري یې غوښتي، چې د زیاتو تحصیلي فرصتونو په چمتو کولو کې ورسره د افغان کدرونو په روزنه کې همکاري ډېره کړي.

د یاد سفارت سرپرست زیاته کړې؛ لکه څنګه چې همدا پوهنتون د اسلامي امت لپاره د ځوانو، متعهدو او فکري کدرونو او قیادتونو د روزلو په موخه جوړ شوی دی، هیله ده د همغو موخو په لاس ته راوړلو تمرکز وکړي.

 دغه راز یې د افغانستان له ځینو پوهنتونو سره د هوکړه لیکونو په اړه هم خبرې کړي، تر څو د افغانستان د پوهنتونو او د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ په مختلفونو برخو کې تحصیلي همکارۍ او د تجربو تبادلې ته لار پرانیستل شي.

 د دې ترڅنګ یې په یاد پوهنتون کې د مېشتو محصلینو ستونزې هم د حل په موخه د یاد پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې کړې.

د یاد پوهنتون رییس په راتلونکي کې په تحصیلي برخه کې د همکارۍ په اړه ډاډ څرګند کړی او ویلي يي دي، د موجوده محصلینو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

 دغه راز یې د افغانستان له پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو او علمي برخه کې همکارۍ په اړه هم مثبت ډاډ څرګند کړی.