د امریکا له لورې په وړاندې شوې طرحه، په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازې واسيلي نبنزيا نېوکه کړې او ويلي يې دي، چې له دې وړاندې امريکا د فکر کولو پرته په غزه کې د اوربند وړاندې شوې طرحې رد کړې دي.
نوموړې زیاته کړې، د امريکا له لوري وړاندې شوې طرحه په بشپړ ډول سياسي ده او دې طرحه کې د اسرائيلو له لوري شويو جنايتونو ته هيڅ اشاره نه ده شوې.
له دې وړاندې درې ځلې امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري په غزه کې د اوربند وړاندې شوې طرحې رد کړې وې.
همدارنګه د چین استازی په یاده غونډه کې ویلي، که چېرته امریکا د اوربند غوښتونکی وی، ولې یې د مخکنیو طرحو مخه نېولې وه.
د امریکا استازي لیندا توماس گرینفیلد ویلي، په غزه کې حالت ډېر زیات وخیم دي او زر باید اوربند اعلان شي.