ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: سیمه ییز مسولین دې د ټولنیزې هوساینې رامنځته کولو لپاره لازیاتې هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د غور له والي ملا احمدشاه دین‌دوست او د دې ولایت له یو شمېر مجاهدینو او ډاکټرانو سره لیدنه کړې.

د دغې لیدنې په پیل کې د غور والي د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ یې د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته ورکړی.

ملا احمدشاه دین‌دوست ویلي؛ د اسلامي امارت سیمه ییز مسولین د امنیت د ټینګښت او خلکو ته د لازمو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې تل هڅې کوي او د ولسونو د ستونزو د حل په موخه خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

نوموړي د مواصلاتي لارو د بیارغونې او جوړولو، د ښوونځیو د اعمار، د انکشافي پروژو پلي کېدل او د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو رامنځته کېدو ته اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غور ولایت د مسولینو کړنې او فعالیتونه ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته ویلي؛ د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او وطنوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او لازمه ده، چې سیمه ییز مسولین په دې برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.

مولوي عبد السلام حنفي د دوی وړاندیزونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره دغې برخې ته رسېدنه وکړي.