د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د انرژۍ مرستیال مولوي حمدالله زاهد په یوه ناسته کې د یوه سوداګریز شرکت له ریيس سره د باد له سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید په اړه خبرې کړي دي.
په دغه لیدنه کې، د دغه شرکت ریيس په هېواد کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د وزارت د رهبري د هوکړې او همکاري غوښتنه کړې.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یاد شرکت د لېوالتیا ستاینه کړې او یادونه یې کړې، چې له باد څخه د برېښنا د تولید لپاره کافي سرچینې په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې شتون لري او د وزارت رهبري له باد څخه د برېښنا انرژي د تولید لپاره د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کوي او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته ژمن او هوډمن دي.
دواړو لورو د چارو په چټکتیا او همغږي باندې هوکړه کړې، چې په یوه بله ناسته کې په بشپړه توګه خبرې وکړې، ترڅو د زمینې د برابرولو او د چارو د پرمخ وړلو لپاره اړین تصمیمونه ونیول شي.