ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

۱۷ بهرني سیلانیانو د پروان توپ درې څخه لیدنه کړې

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر عتیق الله صافی د توپ درې سټوپې د تاریخي شالید او ارزښت په اړه یادو سیلانیانو ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ د توپ درې سټوپه یو له تاریخي ابداتو څخه ده، چې دوه زره کاله تاریخي مخینه لري.

نوموړي زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره ژمن دی او هڅه کوي ترڅو لا ډېرې اسانتیاوې برابري کړي.

همدارنګه ښاغلي صافي ویلي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره ژمن دی او کوښښ کوي ترڅو ورته لا زیاتې اسانتیاوې برابري کړي.

سیلانیانو پروان ته د خپل سفر موخه، د تاريخي او لرغونو ځايونو ليدنه یاده کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان په نړۍ کې تر ټولو په زړه پورې سیمه ده او د افغانستان لرغونی تاريخ مونږ دې ته اړ کړو ترڅو دلته راشو. 

یادو سیلانیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه مننه کړې او له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو یې غوښتي، چې افغانستان ته سفر وکړي او له لرغونو او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.