ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر قلندر عباد او د افغانستان لپاره د چین سفیر لیدنه؛ د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو په همغږۍ خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنګ سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د جمهوریت روغتون د بیارغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې، د کرونا او پولیو ناروغۍ د کنټرول او د دواړو هېوادونو تر منځ په غوره همغږۍ خبرې شوې دي.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چېن هېواد ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه یې کړې.

ډاکټر قلندر عباد همداراز د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې تر څنګ د بیارغونې په برخه کې د چین هېواد همکاري اړینه بللې او ویلي يي دي، موږ په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ډېره زیاته بشري قوه لرو او اړتیا ده د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار وشي.

 د افغانستان لپاره د چین هېواد سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او په روغتیايي برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.