ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند: نږدې ۳۰۰ رسنۍ د دې وزارت په اډانه کې فعالیت لري

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند قاري خبیب غفران له ملي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې اوس‌مهال ۲۸۳ رسنۍ د دې وزارت په اډانه کې فعالیت لري او د تېر یوه کال په ترڅ کې ۲۵ انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو هم فعالیت پیل کړی.

دغه‌راز له رسنیو څخه د ملاتړ ۲۰ بنسټونو د فعالیت جوزونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد وزارت د وروستي یوه کال په ترڅ کې د ۳۱۰ میلونه افغانیو په ارزښت ۳۶ تاریخي اثار ترمیم او د ۱۱ نورو د قاچاق مخه یې نیولې ده.

د ښاغلي غفران په وینا؛ د اسلامي امارت په وړاندې د نړۍ منفي تبلیغاتو سره سره د تېرو کلونو په پرتله د بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او په تېر ۱۴۰۲ کال کې څه باندې ۵ زره بهرنیو سیلانیانو د هېواد له بېلا بېلو تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.