ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال د صرافانو اتحاديې له غړو سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د صرافانو اتحاديې له ریيس او غړو سره لیدنه کړې.

دوی د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د صرافانو او پانګه والو د ځاني او مالي امنيت په ټینګښت خوښوي ښودلې او د هېواد د اقتصادي وضعيت په اړه يې د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

هغوی زياته کړې، د هېواد صرافانو د يو صنف په توګه د سوداګرۍ، پانګونې او پيسو لېږد په برخو کې اغېزناک رول لوبولی دی او هېوادوالو ته يې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

د صرافانو اتحاديې غړو د اسلامي امارت له لوري په مختلفو په ځانګړي ډول سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د لازمو اسانتياوو په برابرولو خوښي ښودلې او همداراز د هېواد صرافانو ته د مالیاتو د تادياتو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو ته يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت ټولو سوداګرو، پانګه والو او اصنافو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې؛ اسلامي امارت پخپلو ټولو امکاناتو پانګه والو او اصنافو ته په مختلفو برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هڅه کوي او له هغوی يې غوښتي، ترڅو د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.