ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو او علمای کرامو اوسنی امن او ثبات د هېواد د پرمختګ او بیارغونې لپاره ښه بستر بللی او په وینا یې، روان وضعیت د افغانستان آبادي او پراختیا ته زمینه برابره کړې ده.

د کابل د چهاردهي سیمې مخورو په چهاردهي سیمه کې د کابل ماستر پلان اړوند د پراختیایي چارو د پیل غوښتنه کړې او ویلي يي دي؛ د لوړو زده کړو لپاره د دارالعلوم، د سړکونو د پراختیا او د یو شمېر نورو ستونزو د حل وړاندېزونه کړي دي.

د دوی په وینا؛ د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او د دې ستونزو د حل په موخه له اسلامي امارت څخه د شاه توت د بند د جوړېدو غوښتنه کړې، چې په رغېدو سره به یې د کابل نورو سیمو ته هم ګټه ورسیږي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د ولسونو اړتیاوو ته بشپړه پاملرنه لري او په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې حل لپاره هڅې پیل شوې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي د کابل د اوبو د سرچینو مدیریت او رغونه د ملي بودیجې پر مټ ترسره کړي او په دې برخه کې له مرستندویه بنسټونو او همکارو هېوادونو څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.

نوموړي د کابل چهاردهي سیمې اوسیدونکو ته د هغوی پر وړاندېزونو د غور ډاډ ورکړی دی.