ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د مسولینو لومړیتوب دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ يو شمېر علماوو او سپين ږيرو سره لیدنه کړې.
علماوو او مخورو د یاد ولايت د ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی ویلي، ځايي مسولين د امنيت ټینګښت او خلکو ته د خدمت کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو لپاره تل هڅه کوي.
د ارګو ولسوالۍ علماوو او سپين ږيرو غوښتنه کړې، چې مسولین دې په یاده ولسوالۍ کې د سړکونو جوړولو او بیارغونې، د مدرسو او ښوونځيو جوړولو او د روغتيايي مرکزونو فعالولو ته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د سراسري امنيت ټینګښت، د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول او د خلکو د ستونزو لمنځه وړل د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې یادو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.