ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال: د صنعتي سکټور په پرمختګ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو کارخونې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د صنعت سکټور د پرمختګ په برخه کې د دغو فازونو پرانیسته او فعالیت یې مهم بللی او زیاته کړې یې ده، د صنعت سکټور په پرمختګ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د اوسپنې ویلې کولو کارخونو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت صنعتي کارخونو ته د دایمي برېښنا چمتو کولو لپاره هڅې کوي او په همدې موخه د کورنۍ برېښنا د تولید کچې زیاتولو په موخه پر نورو پروژو سربېره له خصوصي سکټور سره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه تولیدي برېښنا قرارداد لاسلیک شوی دی.

اقتصادي مرستیال د اوسپنې ویلې کولو کارخونې مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په کور دننه د خامو موادو چمتو کولو په موخه د هرات ولایت د اوسپنې کان څلور بلاکونه د داوطلبۍ له لارې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي، څو په راتلونکي کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونې د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي.

ښاغلي برادر اخوند له صنعت سکټور څخه د ملاتړ په اړه ویلي؛ اسلامي امارت پر هغو اوسپنیزو توکو تعرفه لوړه کړې ده، چې په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولای شي.

نوموړي له ټولو دولتي ادارو او هېوادوالو غوښتي، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو په پرتله له لس تر ۱۵ سلنې ټیټ وي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو صنعت‌کارانو او پانګوالو غوښتي، چې د هېواد دننه په داسې مهمو سکټورونو کې لکه دا نن یې چې پرانیسته کوو، پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد په ترقۍ او ځان بسیاینه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو کارخونې په دوهم او درېیم فازونو کې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د اوسپنې پټلۍ خطونو، ګول سیخ او ګاډرو سلګونه ټنه تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته پکې کاري زمینه برابره شوې ده.