د مالیې وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کي د یوې سترې او معیاري سوداګریزې ودانۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړې، چې په دوه جریبه ځمکه کي به جوړه شي.
په همدې اړه جوړه شوې ناسته کې د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړو مسولینو شتون درلود.
په دې سوداګریز مارکېټ کې به د یاد خصوصي شرکت له لوري د ۴،۵ میلیونه ډالرو پانګوني سره، په ۱۲ پوړونو کې ۳۰۰ سوداګریز دوکانونه ورغول شي، چې ورسره به سلګونو کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شي.
دغه سوداګزیز مرکز به د دریو کلونو په موده کې ورغول شي، چې له درکه به یې په کال کې ۳۸ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته راټول شي.