ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال کې څه باندې ۳ میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ په ۱۴۰۲ کال کې د ټول هېواد په کچه د آسان خدمت او الکترونیکي تذکرو د ۷۶ وېش څانګو له لارې ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ چې له ډلې یې ۲ میلیونه او نږدې ۶۸ زره نارینه او یو میلیون او څه‌باندې ۵۶ زره تذکرې ښځینه‌وو ته وېشل شوې دي.

د دې ادارې له معلوماتو له مخې؛  تېر کال ترټولو زیاتې وېشل شوې الکترونیکي تذکرې په کابل ولایت کې دي چې شمېر یې نږدې ۷۰۰ زرو ته رسیږي.

تر کابل وروسته، په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره، بلخ کې تر ۱۸۸ زره زیاتې او په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۱۶۲ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

 همدا راز په کنهار کې د ۱۵۵ زره الکترونیکي تذکرو په وېشلو تر کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو وروسته ترټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

 د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل راپدېخوا تراوسه نږدې ۱۲ میلیونه او ۹۰۰زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي، چې په دې کې ۷ میلیونه او ۵۰۰ زره نارینه‌ او ۵ میلیونه او ۴۰۰ زره ښځینه‌وو ته وېشل شوي دي.