ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ کې څه باندې ۸۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۲۵مې څخه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل تر ۲مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره او ۴۴۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰ زره او ۸۸۳ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ زره او ۵۵۲ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰ زره او ۱۰ ټنه انتقالات چې ټولټال ۸۷ زره او ۴۴۵  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۶۱۱ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو او د آنارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په وینا؛ هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.